د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د جنورۍ په ١٥مه نېټه، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ځانګړې الوتکې له لارې سويس ته ورسيد او سويس ته يې په خپل رسمي سفر پيل وکړ.
د سويس فيډرالي مشرې ډوريس ليوتهارد په هوايي ډګر کې د رئيس شي جين پينګ او د ده د مېرمن پنګ لي يوان د هرکلي مراسم تر سره کړل.
رئيس شي د سويس خلکو ته د چين د خلکو سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کړې. رئيس شي دې ته اشاره وکړه چې د چين او سويس ترمنځ او د دواوړ هېوادونو د خلکو ترمنځ تګ راتګ او دوستي لرغونی تاريخ لري. د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو ٦٧ کلونو راهيسې د سياست، اقتصاد، کلتور، ښوونې علمي تکنالوژۍ او نړيوالو چارو په برخو کې خپلمنځي همکاري پياوړې شوې دي. هيله لرم چې د دې سفر له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي لا ژوره کړو او په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځي همکاري پياوړې کړو.
رئيس شي جين پينګ به د سويس پلازمينې برني ته سفر وکړي او ورپسې به د سويس په داوس کې د نړيوال اقتصادي فورم د ٢٠١٧ کال په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړي او د م م د ژنيو له عمومي مقر، د روغتيا له نړيوال سازمان او د اولمپيک لوبو له نړيوالې کميټې څخه به ليدنې وکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |