CRI Online

شي جين پينګ د سويس د فدرالي رئيسې دوريس لويتهارد سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-01-16 08:50:23

د سينهوا اژانس دخبر له مخې د روانې مياشتې په ١٥مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سويس فدرالي رئيسې دوريس لويتهارد په ملګرتيا سره د ځانګړې حکومتي پټلۍ په وسيله له زوريچ څخه د دې هېواد پلازمينې برن ته وخوځيد.

رئيس شي جين پينګ له رئيسې دوريس لويتهارد څخه ډېره مننه وکړه چې د ده د راتګ لپاره يې د زوريچ په هوايي ډګر کې د هر کلي مراسم تر سره کړل، او په بېلا بېلو ساحو کې د متقابلو ګټو پربنسټ د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا لپاره يې د رئيسې دوريس لويتهارد د کوششونو لوړه ستاينه وکړه.

هغه زياته کړه چې خوشحاله يم چې د نوي کال په پيل کې له سويس څخه ليدنه کوم او د ٢٠١٧ کال لپاره دداوس په نړيوال اقتصادي فورم کې به ګډون وکړم.سويس د يوه داسې لويديځ هېواد په توګه چې د نورو هېوادونو نه مخکې يې نوی چين منلی او له نوي چين سره يې سياسي اړيکې ټينګې کړې وې،له چين سره يې اړيکو ته پرمختګ ور کړی او له چين سره په همکارۍ کې يې ډېرې لاسته راوړنې تر لاسه کړې دي.د چين او سويس ترمنځ همکاري د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په برخه کې نمونه ده.

رئيسې دوريس لويتهارد وويل چې سويس د رئيس شي جين پينګ سفر ته سترګې په لار وه او هيله لري چې په بېلا بېلو ساحو کې له چين سره همکاري پياوړې کړي.غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای