د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د جنورۍ په ١٥مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د همدې ورځې په سهار په ننګرهار ولايت کې د يو سړک پر غاړه د بم چاودنې له امله ٧ عام وګړي وژل او ٢ تنه نور ټپيان شوي دي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د دې پېښې سخته غندنه وکړه.تر اوسه پورې هېچا يا هېڅ ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نده اخيستې.د خبر له مخې،په ننګرهار ولايت کې ډېری وختونه وسله وال طالبان او داعش ډله بريدونه تر سره کوي. شخړې لاهم عامو وګړو ته د مرګژوبلې عمده لامل دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |