د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان په ختيځ کې د ننګرهار د والي وياند عطا لله خوږياني د جنورۍ په ١٥ مه نېټه وويل، چې د افراطي داعش ډلې وسله والو په همدې ورځ د دې ولايت د هسکې مينې ولسوالۍ د يوې ديني مدرسې ١٣ ښوونکي وتښتولي دي.
نوموړي رسنيو ته وويل، چې د داعش وسله والو کسانو دغه ښوونکي هغه مهال وتښتول چې په مدرسه کې يې څه باندې ٢٠٠ زد ه کوونکو څخه ازموينه اخيستله، تراوسه د تښتول شويو کسانو ځای معلوم نه دی او اړوندې ادارې د دوی د ژغورلو په هڅه کې دي.
تراوسه داعش پدې هکله هيڅ نه دي ويلي. (زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |