CRI Online

شي جين پينګ سويس ته ورسيد

cri     (GMT+08:00) 2017-01-16 12:04:13

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د روانې مياشتې په ١٥مه نېټه له سويس څخه رسمي ليدنه پيل کړه او د ٢٠١٧ کال لپاره په نړيوال اقتصادي فورم کې به ګډون وکړي او په دې هېواد کې به له نړيوالو سازمانونو څخه ليدنې هم وکړي.دا لومړی ځل دی چې له نوې پيړۍ راهيسې د چين د دولت رئيس له سويس څخه رسمي ليدنه کوي او په نړيوال اقتصادي فورم کې ګډون کوي.شي جين پينګ سويس ته تر رسيدو وروسته هيله وښودله چې د دې سفر له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي ټينګه او همکاري پياوړې شي.

(اواز..........) پر ځايي وخت د روانې مياشتې د ١٥مې نيټې په غرمه د سويس فدرالي رئيسې دوريس لويتهارد له خپل مېړه سره د وزريچ په هوايي ډګر کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د ده د مېرمنې د راتګ لپاره د هر کلي مراسم تر سره کړل او ور پسې د دواړو هېوادونو مشران د ځانګړې حکومتي پټلۍ په وسيله د سويس پلازمينې برن په لور وخوځيدل.د سويس په فدرالي ودانۍ کې د رئيسې دوريس لويتهارد په شمول د فدرالي کميټې اوو غړو په ډله ييزه توګه د دوی د راتګ هر کلی وکړ .رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل (اواز...........) دغه سفر د دواړو خواوو ترمنځ د دوستۍ د ټينګولو او د همکارۍ د پياوړتيا په موخه دی. تمه لرم چې له سويس سره يو ځای په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر ژورتيا بحث وکړم تر څو د چين او سويس ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو اړيکې ټينګې شي.زما د سفر بله موخه د سولې او پرمختګ لټول دي او هيله لرم چې د داوس په نړيوال اقتصادي فورم کې د ګډون او له نړيوالو سازمانونو څخه د ليدنې له لارې د سولې ساتلو،د ګډ پرمختګ د پرمخبيولو او د نړيوالو سترو مسئلو د حل وفصل په هکله له اړوندو خواوو سره موافقې ته ورسيږم.

د روانې مياشتې په ١٦مه نېټه به د رسمي خبرو اترو،د تړونونو د لاسليکولو،د خبريالانو پوښتنو ته د ځوابونو ور کولو او د سويس د اقتصادي ټولنې له استازو سره د کتنې په ګډون يو لړ دوه اړخيز فعاليتونه تر سره شي. د ٢٠١٧ کال په پيل کې رئيس شي جين پينګ د لومړي سفر لپاره سويس غوره کړی چې دا د پاملرنې وړ ده.د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ د اروپايي چارو د څېړنيز انسټيټيوټ مشر هوانګ پينګ وويل چې دا په وروستيو کلونو کې د چين او سويس ترمنځ له اړيکو سره نژدې اړيکې لري. په ٢٠١٦ کال کې دواړو هېوادونو د نوښت په برخه کې ستراتيژيکو همکاريو ځانګړې اړيکې ټينګې کړې ،د دې سفر له لارې به دغو اړيکو ته پرمختګ ور کړی شي.هغه وويل (اواز...........) ولی سويس د نوښت او ابتکار په برخه کې همکار بولي؟ځکه چې دغه هېواد د ټولنيزې ادارې،علمي پرمختګ،د توليداتو توليدولو او د نوښت په برخو کې د نورو هېوادونو نه مخکې دی.چين به په راتلونکي ګام کې شين پرمختګ او ورخلاصون ته پاملرنه وکړي او د نوښت او ابتکار له لارې به خپل ځواک او پرمختيايي کيفيت لوړ کړي.په دې برخه کې به د چين او سويس ترمنځ همکاري د چين او اروپايي هېوادونو ترمنځ د پخو همکاريزو اړيکو يوه نمونه وي.په دغو اړيکو کې نه يوازې د سويس ځانګړتياوې بلکې د چين ځاني پرمختيايي اړتياوې هم تر غور لاندې نيول شوي دي.

د معلوماتو له مخې چين به په دې سفر کې د سياست،ازادې سوداګرۍ،کلتور، ګمرکاتو، انرژۍ او سپورټ په ډېرو ساحو کې له سويس سره يو لړ همکاريز تړونونه لاسليک کړي تر څو د دواړو هېوادونو خلک ترې ګټې واخلي.

له برن څخه تر ليدنې وروسته به رئيس شي جين پينګ د بلنې په اثر د نړيوال اقتصادي فورم د ٢٠١٧ کال په کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره داوس ته لاړ شي او وينا به وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای