CRI Online

يو لړ سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2017-01-16 14:32:30
افغانستان د نړيوالې شورا د بشپړ غړيتوب لپاره هر اړخيزه پروپوزل جوړوي

د افغانستان کرکټ بورډ غواړي چې د کرکټ نړيوالې شورا ته د بشپړ غړيتوب ترلاسه کولو په موخه يوه هر اړخيزه پروپوزل چمتو کړي.

د کرکټ بورډ عمومي رييس ښاغلي شکرالله عاطف مشعل په دې اړه ديوې ځانګړې ناستې پر مهال له اړوندو څانګو مسولینو څخه يوه کمېټه جوړه او هغوى ته يې دنده وسپارله، چې د بشپړ غړيتوب لپاره ټول معيارونه په پام کې ونيسي او يو هر اړخيزه پروپوزل جوړ کړي.

دا چې ملي لوبډلې د بشپړ غړيتوب لرونکو هېوادونو ته ماتې ورکړې ده، نو دغه غړيتوب ترلاسه کول خورا مهم دى.

د کمېټې غړو عمومي رييس ته ډاډ ورکړ، چې په ژر فرصت کې به د ټولو معيارونو په پام کې نيولو سره يو هر اړخيز پروپوزل جوړ کړي.

جوړیدونکی پروپوزل به د کرکټ بورډ ادارې رهبري د پوره ارزونې وروسته د کرکټ نړیوالې شورا ته ورسپاري.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د صحرا جام شل اووریزو لوبو کې د ګډون په موخه متحده عرب اماراتو ته رسېدلې

متحده عرب اماراتو ته تر روانېدو وړاندې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر، مشر روزونکی او منیجر خبري ناسته کې ددغه سفر په اړه معلومات ورکړل.

د افغان کرکټ ملي لوبډلې منیجر شیر اغا همکار په خپلو خبرو کې وویل چې دا لوبې د دویمه درجې هېوادونو مهمې نړیوالې شل اووریزه لوبې دي، د ده په وینا، په دغو سیالیو کې اته لوبډلې برخه لري چې پر دوو ګروپونو ویشل شوې دي . په الف ګروپ کې افغانستان، ایرلینډ، نمیبیا او متحده عربي امارات لوبډلې او په ب ګروپ کې نیدرلینډ، سکاټلینډ، عمان او د هانګ کانګ لوبډلې شاملې دي چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د جنورۍ په ۱۴مه، له ایرلینډ سره، په ۱۶مه، له اماراتو سره او د جنورۍ په ۱۹مه، به د ګروپ خپله وروستۍ لوبه له نمیبیا سره ترسره کړي او د صحرا شل اووریز جام پای لوبه به د جنوري په ۲۰مه نیټه ترسره شي.

د شیر اغا همکار په خبره، له دې لوبو وروسته به افغان کرکټ لوبډله په متحده عرب اماراتو کې د اسټرالیا سره یوې، څلورورځنۍ لوبې لپاره تمریناتي کمپ جوړ کړي تر ۹ د فبروري او له هغې وروسته به د فبروري په ۱۳ مه زموږ ملي لوبډله د زمبابوې پر لور سفر وکړي چې هلته به ددغه هېواد له ملي لوبډلې سره پنځه یو ورځنۍ نړیوالې لوبې ترسره کړي.

افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر ستانیکزي، وویل چې د افغان کرکټ ملي لوبډله له پوره چمتوالي سره د صحرا جام شل اوریزو سیالیو پر لور روانه ده.

د افغان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی لال چند سیتا رام راجپوت په خپلو خبرو کې وویل چې افغان کرکټ ملي لوبډله د لوبو له پاره چمتو ده او زموږ ستر هدف دا دی چې لوبې وګټو په دې سره زموږ د لوبډلې مورال هم قوي کیږي.

نوموړي په خپلو خبرو کې له افغان میډیا څخه هیله وکړه چې د خپلې ملي لوبډلې ترشا ودریږي او تشویق یې کړي.

د غوراوي کمیټې د زمبابوې الف لوبډلې سره د لوبو لپاره پرمختیایي لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي نوې کمیتې د زمبابوې له الف لوبډلې سره د یو ورځنیو سیالیو لپاره ۳۳ کسیزه لوبډله انتخاب کړه، چې له تمریناتو وروسته به له دې لوبغاړو څخه پنځلس کسیزه لوبډله اعلان شي.

ټاکل شوې ده، چې د پرمختیایي لوبډلې د تمریناتو او خپلمنځيو سیالیو لپاره لومړی روزنیز کمپ په جلال اباد ښار کې جوړ شي، دا کمپ به د جنورۍ تر ۱۵مې نیټې پورې ادامه کوي.

له دې روزنیز کمپ څخه به ۱۵ کسیزه لوبډله اعلانیږي، چې هغوی ته بیا پنځه ورځنی روزنیز کمپ جوړیږي او بیا به د یو ورځنیو سیالیو لپاره د زمبابوې په سفر روانیږي.

د غوراوي کمیټې لخوا اعلان شوې پرمختیايي لوبډله کې د ملي لوبډلې څو تنه لوبغاړي هر يو کريم خان صادق،شاپور ځدراڼ،شفيق الله شفق او نورعلي ځدراڼ هم شامل شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای