CRI Online

په شينجيانګ کې ٣٥ چيني او بهرني روغتونونه په لومړی نړيوال طبي ډګر کې ګډون کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-01-16 15:52:17

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د کمونېست ګوند د اروموچي د ښاري کميټې دايمي غړې او د تبليغاتي څانګې مشرې جانګ های يان په وروستيو ورځو کې وويل چې د ورېښمو لارې اقتصادي کمربند د کيليدي سيمې په توګه شينجيانګ په فعاله توګه د طبي خدمتي مرکز د ابادولو کارونه تر سره کوي.د ٢٠١٦ کال په اګست کې په شينجيانګ کې د لومړي نړيوال طبي خدمتي ډګر يعنې د اروموچي د نړيوال طبي معلوماتي ډګر تر پرانيستلو وروسته د چين،قرغيزستان،قزاقستان او د ګرجستان ٣٥ لويو روغتونونو په دې ډګر کې ګډون کړی دی.

د اروموچي ښار د روغتيا ادارې خبر ورکړ چې تر اوسه پورې د ياد ډګر له لارې د چين،قرغيزستان،قزاقستان او ګرجستان طبي کارکوونکو ١١٠ ځلې د ليرې واټن طبي درملنې تر سره کړي چې سيمه ييزو وګړو ته يې لوړ،موثر او غوره طبي خدمتونه برابر کړي دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای