CRI Online

شي جين پينګ د سويس د فدرالي کميټې له مشرې ډوريس ليوڅارډ سره خبرې اترې وکړې.

cri     (GMT+08:00) 2017-01-16 20:22:38

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ۱۶مه نېټه د سويس په پلازمينه برني کې د سويس د فدرالي کميټې له مشرې ډوريس ليوڅارډ سره خبرې اترې وکړې. دواړو مشرانو د دوه اړخيزو اړيکو لوړه ستاينه وکړه او موافقه يې وکړه چې د ګډو ګټو پر بنسټ پر همکاريزې لارې به ټينګار وکړي او په هره ساحه کې به دوه اړخيزې همکارۍ نژدې کړي.

رئيس شي جين پينګ وويل، چې د يوه کمربند او يوې لارې پلان پلی کېدل د نړيوالو همکاريو د نژدې کېدو لپاره يوه مهمه لاره ده. چين له دغه پلان څخه د سويس د ملاتړ مننه کوي او د سويس د دغه عمل ستاينه کوي چې د نورو اروپايې هېوادونو نه مخکې يې د اسيا د اساسي تاسيساتو او پانګونو په بانک کې ګډون وکړ. چين غواړي له سويس سره د اساسي تاسيساتو د ابادولو، پولي چارو، بيمو او د توليدي توان په برخو کې ښه همکاري وکړي او په ګډه د ياد پلان د پلې کولو لپاره هڅې وکړي.

مشرې ليوڅارډ وويل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ښې اړيکې ټينګې شوې دي او د نړيوالې سولې او پرمختګ په ساحو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ نژدې نظريې شته. سويس د اقتصاد او ټولنې د ابادولو په ساحو کې د چين لخوا د تر لاسه شويو برياليتوبونو ستاينه کوي، په تېره بيا د بې وزلۍ د له منځه وړلو او د خلکو د ژوند د ښه والي په برخو کې. سويس غواړي د اقتصاد او سوداګرۍ، پولي چارو، نوښت، کولتور او سيلانۍ په ساحو کې له چين سره لا ښه همکاري وکړي او په ګډه د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو، د نړيوالې سوداګرۍ د پراختيا او د تجارت او پانګونې ساتي غوښتونکو د مخنيوي لپاره هڅې وکړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای