د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جنورۍ په شپاړسمه نېټه، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سويس په برن کې د دغه هېواد د ايالتونو د ملي پارلمان له مشرانو سره وکتل.
شي جين پينګ په دې کتنه کې ويلي چې د چين او سويس تر منځ د اړيکو د پرمختګ له جريان څخه څرګندېږي چې که موږ يو د بل درناوی وکړو او د برابرۍ او ګډو ګټو پر اصولو ټينګار وکړو، د دواړو خواوو تر منځ اړيکې به په پر له پسې ډول وده او پرمختګ وکړي. چين غواړي چې له سويس سره يو ځای لا لوړې سويې ته د دواړو خواوو تر منځ اړيکو د لوړولو، د دواړو خواوو تر منځ د کولتوري تبادلې د پياوړتيا او د نړيوالو چارو د حل و فصل لپاره د دواړو خواوو تر منځ همکارۍ د ژورتيا لپاره کوښښونه وکړي.
د سويس د ايالتونو د ملي پارلمان مشرانو ګيرهارډ ستاهل او بيشلبيګ وويل، د سويس او چين تر منځ د اړيکو د ټينګېدو له اوه شپېتو کلونو څخه راپدېخوا، د دواړو هېوادونو، د سويس ملي پارلمان او د چين ملي کانګرس تر منځ همکارۍ ورځ په ورځ نژدې شوې. چين د تجارت په ساحه کې د سويس په درېيم لوی همکار هېواد بدل شوی. سويس غواړي چې د تجارت، تعليم، انرژۍ او د يوه کمربند او يوې لارې د ابادولو په برخو کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي. (شکريه)
عکسونه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |