CRI Online

په ٢٠١٦ کال کې د شينجيانګ د علا غر بندر له لارې ١٢٠٠ اورګاډی منځنۍ اروپا او منځنۍ اسيا ته رسېدلي

cri     (GMT+08:00) 2017-01-17 15:34:19

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د شينجيانګ د علا غر بندر د ادارې دفتر د جنورۍ په ١٦مه نېټه خبر ورکړ چې په ٢٠١٦ کال کې د علا غر بندر له لارې يو مليون او ٣٨١ زره ټنه کانتينرونه صادر شوي چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٢٥ اعشاريه ٨ سلنه زيات شوی دی.د تېر کال په دسمبر کې د اورګاډيو د بندر له لارې صادر شوي کانتينرونه ١٣٧ زرو ټنو ته رسېدلي چې دا شمېر د ٢٠١٥ کال د دسمبر په پرتله ٧٠ اعشاريه ٩ سلنه زيات شوی دی.

د يوه کمربند او يوې لارې پلان له پلي کېدو راهيسې د علا غر په ښار کې نړيواله همکاري ورځ په ورځ پياوړي کېږي او منځنۍ اروپا او منځنۍ اسيا ته د اورګاډيو لپاره خدمتي کارونه بشپړ شوي تر څو نړيوال اورګاډي په چټک ډول د دې بندر له لارې له ګمرکاتو څخه تېر شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای