CRI Online

شي جين پينګ د نړيوال اقتصادي فورم په کلنۍ غونډه کې وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-01-17 19:37:14

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جنورۍ په ١٧مه نېټه، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په داوس کې د نړيوال اقتصادي فورم د ٢٠١٧ کال په کلنۍ غونډه کې وينا وکړه. هغه په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ، ځينې هېوادونه د نړۍ په وړاندې ستونزې او مسئلې په ساده توګه د اقتصاد له نړيوال کېدو سره تړلي، دا له حقيقت سره سمون نه خوري او د مسئلو د حل لپاره ګټور هم نه دی. موږ بايد د اقتصاد د نړيوال کېدو سره سم خپل ځان بسيا او لارښوونه وکړو او د اقتصاد د نړيوال کېدو په بهير کې دې منفي اغېزې حل کړو، تر څو هر هېواد او هر ملت له دې بهير څخه ګټې واخلي . موږ بايد ابتکاري ګامونه پورته کړو، مناسبه اداره دې وکړو، تر څو د اقتصاد د نړيوال کېدو مثبتې اغېزې وکارول شي او دغه بهير بيا برابر شي. موږ بايد د عمومي حالاتو او مشخص دولتي حالت سره سم د اقتصاد د نړيوال کېدو په بهير کې د ګډون لپاره منظمې لارې او سرعت غوره کړو. موږ بايد موثريت او عادالت ومومو، تر څو بېلا بېل هېوادونه، بېلا بېل ساحې او بېلا بېل خلک د اقتصاد له نړيوال کېدو څخه ګټې واخلي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای