CRI Online

شي جين پينګ د نړيوال اقتصادي فورم له مشر کلاوس سواب سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-01-18 08:58:58

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جنورۍ په ١٧مه نېټه، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په داوس کې د نړيوال اقتصادي فورم له مشر کلاوس سواب سره وکتل.

شي جين پينګ وويل، چې نړيوال اقتصادي فورم د جوړېدو راهيسې د نوښت په روحيه د بېلا بېلو نړيوالو مسئلو په هکله بحثونه هڅولي، مقام او اغېزه يې ورځ په ورځ لوړيږي. د سږ کال په کلنۍ غونډه کې د اوسنيو نړيوالو حالاتو سره سم د ستونزو د حل کليدي موضوعات وړاندې شوې دي. موږ بايد سره يو ځای نړيوالو ته مثبت پېغام وليږو، تر څو د اقتصاد د نړيوال کېدو په باب باور پياوړی شي.

سواب وويل، چې يو ځل بيا د رئيس شي جين پينګ د وينا مننه کوم، دغه وينا د نړيوال اقتصادي فورم په تاريخ کې ځلانده ټکی بلل کيږي او پکې يې د نړيوال اقتصادي پرختګ لوري ته ګوته نيولې ده. چين د نړيوال اقتصادي فورم ګټور ملاتړ کړی او کوي يې، نړيوال اقتصادي فورم غواړي چې له چين سره همکاريزې اړيکې لا ټينګې کړي او د نړيوالو مسئلو د حل لپاره ګډې هڅې وکړي.

رئيس شي جين پينګ او سواب له کتنې وروسته د چين د پرمتګ او اصلاحاتو کميټې او نړيوال اقتصادي فورم ترمنځ د ستراتيژيکې همکارۍ د هراړخيز ژوروالي په اړه د پادښت د لاسليک په مراسمو کې ګډون وکړ.

رئيس شي ښاغلي سواب ته د چين د سوغات د ورپېژندلو په حال کې دی

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای