د سينهوا اژانس د خبر له مخې، افغان خبري رسنيو خبر ورکړ چې د امريکايي پوځونو يوه بېپيلوټه الوتکه د جنورۍ په ١٧مه نېټه د افغانستان په ننګرهار ولايت کې لويدلې ده.
د نوموړي ولايت يوه چارواکي ويلي، چې دغه الوتکه د همدې ورځې په ماسپښين د حکومت ضد وسلوالو پر اډې د بريد په ترڅ کې لويدلې. د دې ولايت وياند عطاو خوګياډي ويلي، چې تخنيکي ستونزه د الوتکې د لويدو سبب شوې.
د معلوماتو له مخې، د يادې بېپلوټه الوتکې د لويدو ځای د طالبانو تر کنترول لاندې سيمه کې دی. افغان طالبانو د دې پېښې پړه پر غاړه اخيستې ده.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |