CRI Online

شي جين پينګ د نړيوال اقتصادي فورم په کلنۍ غونډه کې د نړيوال اقتصاد د زياتوالي، همکاريو، ادارې او پرمختګ پر نوي موډل ټينګار وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-01-18 11:30:41

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ پر ځايي وخت د جنورۍ د ۱۷مې نېټې په سهار د نړيوال اقتصادي فورم د کلنۍ غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې يوه مهمه وينا وکړه. هغه پردې ټينګار وکړ چې د اقتصاد د نړيوال کېدو بهير بايد پياوړی شي. نړيواله ټولنه بايد د نوي طاقت پر بنسټ د زياتوالي موډل ، د ورخلاصون او پراختيا پر بنسټ د همکاريو موډل، د عدالت او مساوات پر بنسټ د ادارې موډل، د برابرۍ او ګډو ګټو پر بنسټ د پرمختګ موډل جوړ کړي. د بشر ګډه ټولنه بايد ټينګه شي او ټولې نړۍ بايد د ګډ پرمختګ د موندلو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

نن ورځ زه غواړم د اقتصاد د نړيوال کېدو مسئلې له لحاظه د نړيوال اقتصاد په اړه خپلې نظريې څرګندوم.

رئيس شي جين پينګ د خپلې وينا په پيل کې د اقتصاد د نړيوال کېدو مسئله ياده کړه کوم چې د نړيوالې ټولنې د پاملرنې وړ مسئله ده. نوموړي وويل، چې د نړيوال اقتصاد د نرم کېدو په وخت کې پرمختللي هېوادونه او پرمختيايي هېوادونه له ګډو فشارونو او ننګونو سره مخامخ دي. هغه په دې نظر دی چې اوسمهال د نړيوالې ټولنې په وړاندې ډېره بيړنۍ دنده له ستونزو څخه د نړيوال اقتصاد ايستل دي. په ګردې کرې کې د اقتصاد د زياتوالي د خوځنده ځواک د کمښت، د اقتصاد د ادارې مرحلې د وروسته پاتي او د پرمختګ د نابرابرۍ په شمول درې مسئلې دې ژر ليرې شي. نړيواله ټولنه بايد د نوښت په رڼا کې لاره پيدا کړي او د ورخلاصون او ګډو ګټو پر بنسټ د همکاريو د نوي موډل د ابادولو لپاره ګډې هڅې وکړي. ده وويل،

موږ بايد د نړيوال اقتصاد پر ورخلاصون ټينګار وکړو او ورڅخه فرصت ولرو او ګټه واخلو، تر څو ګډې ګټې ولټوو. موږ بايد په ګردې کرې کې د متقابلې تبادلې او تګ راتګ د پياوړتيا لپاره زيار وباسو، تر څو بېلا بېل هېوادونه ګډ پرمختګ او سمسورتيا ومومي. موږ بايد په ګردې کرې کې د سوداګرۍ او پانګونې پر ازادۍ ټينګار وکړو او د سوداګرۍ ساتي غوښتونکو سره مخالفت وکړو. د سوداګرۍ په جګړه کې هيڅوک بريالی کېدلی نه شي.

نوموړي په خپله وينا کې يو ځل بيا د چين د پرمختګ تجربې شريکې کړلې. په چين کې يو مليارډو او درې سوه ميلونه نفوس شته او په دنيا کې وړيا ډوډۍ نه شته، نو د چين پرمختګ بايد د ټولو چينايانو د ګډو کارونو او کوښښونو له لارې تر سره شي. د چين د پرمختګ تر څنګ بايد د چينايانو کوښښونه او د چين د برياليتوبونو تر څنګ بايد نړۍ ته د چين خدمتونه وکتل شي. ده وويل،

د چين پرمختګ د نړۍ فرصت دی، چين د اقتصاد له نړيوال کېدو څخه ګټه اخيستې ده او چين هم د نړيوال کېدو لپاره خدمتونه کړي دي. چينايان پوهېږي چې د هېواد سمسورتيا او پرمختګ له دروندو کارونو سره نژدې اړه لري. نو چينايان د بېلا بېلو هېوادونو لخوا د تر لاسه شويو لاسته راوړنو ستاينه کوي او هيله لري چې د بېلا بېلو هېوادونو خلک ښه ژوند وکړي. چينايان هر کلی کوي چې د بېلا بېلو هېوادونو خلک د چين له پرمختګ څخه ګټه واخلي.

هغه وويل، چې چين به د اقتصاد د زياتوالي تر څنګ د کيفيت د لوړتيا او د ګټو د زياتوالي په موخه خوځنډه ځواک پياوړی کړي او فعال بازار اباد کړي. چين به د پانګونو لپاره منظم او پراخ چاپيريال وساتي او د ګډ پرمختګ په رڼا کې ورخلاصی جوړښت به جوړ کړي. هغه زياته کړه چې د سږ کال په می مياشت کې به په بېجينګ کې د يوه کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د نړيوالو همکاريو سرمشريز فورم تر سره شي، څو چې د اوسنيو نړيوالو او سيمه ييزو اقتصادي مسئلو د حلولو لپاره لارې چارې پيدا کړي، د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره نوی خوځنده ځواک ومومي او بېلا بېل هېوادونه د يوه کمربند او يوې لارې له پلان څخه ګټه واخلي.

د نړيوال اقتصاد فورم رئيس کلاوس سچواب وويل، چې دا مهم تاريخي ارزښت لري چې رئيس شي جين پينګ د دغه فورم په کلنۍ غونډه کې ګډون او وينا وکړه. دا د نړۍ باور ټينګ کړی دی. ده وويل، 

موږ په نړۍ کې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ نژدې اړيکې لرو. موږ بايد د مختلفو هېوادونو ترمنځ سرحدي کرښې ونه ټاکو. د اقتصاد نړيوال کېدا د ټولو خواوو لپاره ګټور دي. بشر ګډه ټولنه لري. نو ستاسې ژمنه د نوښت، ورخلاصون، عدالت او پراختيا پر بنسټ د ټولنې د ابادولو لپاره اهميت لري. پوهېږم چې چين خپل خوب او هيلې لري، د چين خوب او د نړۍ خوب سره اړه لري، نو هيله لرو چې د نوښت، ورخلاصون او پراختيا په اړه يو نړيوال خوب ولرو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای