CRI Online

افغانستان د حقاني شبکې په نوم د وسله وال سازمان يو دېرش غړي ونيول

cri     (GMT+08:00) 2017-01-19 10:10:47

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د ملي امنيت ادارې د جنورۍ په اتلسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، يادې ادارې په دې وروستيو کې د خوست په ولايت کې د حقاني شبکې په نوم د وسله وال سازمان يو دېرش غړي ونيول.

په دې اعلاميه کې ليکل شوي چې د ملي امنيت ادارې په دې وروستيو کې د خوست ولايت په مرکز خوست ښار او د دې ښار په شاوخوا سيمه کې په دوو عملياتو کې د حقاني شبکې په نوم د وسله وال سازمان يو دېرش غړي ونيول او يو لړ وسلې يې تر لاسه کړې. نيول شويو غړو پر خوست ولايت په يوه بريد کې ګډون کړی دی.

د حقاني شبکې په نوم سازمان له طالبانو سره نژدې اړيکې لري. د دې سازمان غړو څو څو ځله په کابل او څو ختيځو ولايتونو کې بريدونه کړي دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای