د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې رئيس جيان کلاوډ جونکير د جنورۍ په اتلسمه نېټه د فرانسې د ستراسبورګ په ښار کې وويل، ياده ټولنه به له اروپايي ټولنې څخه د بېلېدو د پرېکړې له امله بريتانيا ته سزا ور نه کړي، خو د دې په اړه د دواړو خواوو تر منځ د خبرو اترو پر مخ به ډېرې ستونزې وي.
د بريتانيا لومړې وزيرې ځيريسا ماري مې د جنورۍ په اوولسمه نېټه له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د بېلېدو پلان خپور کړ، جونکير په دې اړه وويل، که څه هم زه نه غواړم بريتانيا له اروپايي ټولنې څخه بېله شي، خو دا د هرکلي وړ ده چې ځيريسا ماري مې يو څرګند پلان وړاندې کړ. زه هيله لرم چې له بريتانيا سره يو عادلانه تړون لاسليک کړم. خو د دې خبرو اترو پړاوونه به ډېر ډېر ستونزمن وي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |