CRI Online

په روسيه کې د اډوارډ سنوډن د پاتی کېدو موده د درېيو کلونو لپاره اوږد شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-01-19 15:42:54

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اډوارډ سنوډن مدافع وکيل اناتوري کوچيرينا د جنورۍ په اتلسمه نېټه وويل، په روسيه کې د اډاورډ سنډن د پاتی کېدو موده به درېيو کلونو لپاره يعنی تر دوه زره او شلم کال پورې اوږد شي. د روسيې د قانون سره سم، هغه کسان په روسيه کې د پنځو کلونو لپاره اوسېدلي دي، د روسيې تابعيت د غوښتلو حق لري.

د دوه زره او ديارلسم کال له جون څخه راپدېخوا، سنوډن خبري رسنيو ته د امريکا حکومت په اړه پټ سندونه خپاره کړل. د امريکا حکومت له دې وروسته د ده د نيولو امر وکړ. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای