CRI Online

چين هيله لري چې د ټرمپ له حکومت سره د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د لا ټينګېدو لپاره ګډ کوښښ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-01-19 20:52:44

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د امريکا منتخب ولسمشر ډونالي ټرمپ به د جنورۍ په ٢٠مه نېټه د دندې لوړه وکړي. د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو راتلونکي ته د نړيوالو د پاملرنې په هکله، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د جنورۍ په ١٩مه نېټه په بېجينګ کې په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چين هيله لري چې د امريکا د نوې دورې له حکومت سره د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو د لا ټينګېدو لپاره ګډ کوښښ وکړي.

نوموړې وويل، موږ باور لرو چې چين او امريکا دواړه د خپلمنځي اړيکو د سالم پرمختګ او ثبات لپاره ګډې هلې ځلې کولی شي. البته د دواړو خواوو ترمنځ توپيرونه او مسئلې موجودې دي، دواړه خواوې بايد د خبرو اترو او تګ راتګ له لارې په ژوره توګه د يو بل نيت وپېژني، له غېرمناسب معرفت او غلطې پريکړې څخه دې ډډه وکړي، تر څو د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو حالات وساتل شي. موږ غواړو چې د امريکا د نوې دورې له حکومت سره د نامقابلې، متقابل درناوي او ګډو ګټو پر اصولو د دوه اړخيزو، سيمه ييزو او نړيوالو چارو کې همکاري وکړو.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای