د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د م م سرمنشي د وياند مرستيال فرهان حق د جنورۍ په ١٩مه نېټه وويل چې د قزاقستان په پلازمينه استانا کې د سوريې مسئلې په اړه خبرې اترې چې ژر به تر سره شي،ستر اهميت لري،د سوريې مسئلې په اړه د م م د سرمنشي ځانګړی استازی ستافن ديميستورا به په دې خبرو اترو کې ګډون وکړي.
له دې مخکې م م اعلان وکړ چې د سوريې مسئلې په اړه د م م د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستيال رمزي يي رمزي به د يوه پلاوي په مشرۍ په خبرو اترو کې ګډون وکړي.
حق د روانې مياشتې په ١٩مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې روسيې،ترکيې او ايران د م م سرمنشي انتونيو ګوتيريس ته بلنه ورکړی چې د استانا په خبرو اترو کې ګډون وکړي.له دې امله چې د دغه خبرې اترې پيچلی او مهمې دي.ګوتيريس له ستافن ديميستورا څخه غوښتنه وکړه چې د يوه پلاوي په مشرۍ په خبرو اترو کې ګډون وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |