د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د ايران خبري رسنيو د جنورۍ په ١٩مه نېټه خبر ورکړ چې په همدې ورځ په تهران کې يوه ودانۍ د اورلګېدنې له امله ولوېده چې له امله يې لږ تر لږه د اطفايي ٢٠ کارکوونکي وژل شوي او ٧٠ تنه نور ټپيان شوي دي.
د ايران د تاسنيم خبري اژانس د تهران د ښاروالي په قول ويلي چې ياد ٢٠ تنه د اطفايي کارکوونکي ودانۍ ته تر ننوتلو وروسته د ژغورنې په وخت کې ووژل شول او ٧٠ تنه ټپيان په ودانۍ کې سوداګر دي.
اوس د تهران اطفايي څانګې د پېښې په ځای کې د تنظيم کارونه تر سره کوي او د اورلګېدنې لامل لاهم د پلټنې په حال کې دي.
اړوند عکسونه
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |