د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د ٢٠١٦ کال د چين او مصر ترمنځ د کولتوري کال د فعاليت د پای مراسم د جنورۍ په ١٩مه نېټه د چين د ګوانګ دونګ ولايت په ګوانګ جو ښار کې تر سره شول.د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام په ليږلو سره د دې فعاليت بريالي جوړېدو ته مبارکي وويله.رئيس شي وويل چې ٢٠١٦ کال د چين او مصر ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګدو له ٦٠مې کاليزې سره برابر دی.له ٦٠ کلونو راهيسې د دواړو خواوو د ګډو کوښښونو له امله د چين او مصر ترمنځ اړيکو په پر له پسې توګه پرمختګ کړی او د دواړو هېوادونو او د دواړو هېوادونو خلکو ته يې ګټه رسولې چې د چين او عربي هېوادونو، د چين او افريقايي هېوادونو او د پرمختيايي هېوادونو ترمنځ د اړيکو لپاره يوه بېلګه ګرځېدلې ده.
رئيس شي وويل چې د دې مهم کال د لمانځنې لپاره هغه او ولسمشر عبدالفتاح السيسي وړانديز وکړ چې د چين او مصر ترمنځ د کولتوري کال فعاليت تر سره کړي.له يو کال راهيسې چين او مصر د دواړو هېوادونو په ٢٥ ښارونو کې د کولتور او هنر،کتابونو،د راډيوګانو،فلمونو او تلويزيونونو او د ځوانانو د ښوونې په برخو کې څه د پاسه ١٠٠ فعاليتونه تر سره کړي چې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د متقابل تفاهم او د دوستۍ د پياوړتيا لپاره يې فعال رول لوبولی دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |