د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د جنورۍ په ١٩مه نېټه د اولمپيک نړيوالې کميټې له علي بابا ګروپ سره د سويس په داوس کې اعلان وکړ چې د دواړو خواوو ترمنځ دايمي همکاريزې اړيکې ټينګې شوې دي.علي بابا ګروپ به د کلوډ خدمت او د الکترونيکي سوداګريز ډګر د خدمتونو په برخو کې د اولمپيک د نړيوالې کميټې يوازني همکار وګرځي او په عين وخت کې به د اولمپيک چينل د جوړوونکو همکار هم وګرځي.
د علي ګروپ لومړی اجرائيوي مشر جانګ يونګ وويل چې تر ٢٠٢٨ کال پورې به علي بابا ګروپ په الکترونيکي سوداګريزو برخوکې د سترو شمېرو له لارې د اولمپيک له نړيوالې کميټې سره مرسته وکړي چې د اولمپيک په اړه د پوهې ملکيت حق به وساتي او په ګردې نړۍ کې به د اولمپيک لوبو لپاره د الکترونيکي سوداګرۍ يو ډګر برابر کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |