د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د م م د اسيا او ارام سمندري سيمې د اقتصاد او ټولنې کميټې د جنورۍ په ١٧مه نېټه په بنکاک کې د ٢٠١٧ کال د نړيوالو اقتصادي حالاتو او د پرمختګ په اړه راپور خپور کړ.دا راپور ښيي چې په نړۍ کې به د اقتصادي زياتوالي سرعت د وروالي په وړاندې د ختيځې او جنوبي اسيا د اقتصادي زياتوالي سرعت تر ټولو چټک شي.
له راپور سره سم په ٢٠١٦ کال کې د نړيوال اقتصادي زياتوالي سرعت يوازی ٢ اعشاريه ٢ سلنه دی،خو د ختيځې او جنوبي اسيا د اقتصادي زياتوالي سرعت ٥ اعشاريه ٧ سلنې ته رسېدلی دی.د لګښت د زياتوالي تګلارې ،د پانګونو د اعادې او د نرمې عمومي اقتصادي تګلارې د ملاتړ له امله به په ٢٠١٧ او ٢٠١٨ کال کې د ختيځې او جنوبي اسيا د اقتصادي زياتوالي سرعت ٥ اعشاريه ٩ سلنې ته ورسېږي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |