CRI Online

پاکستان له نړيوال بانک او د اسيا د بنسټيزو تأسيساتو د پانګونې له بانک سره د ٧٢٠ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د پورونو موافقه ليک لاسليک کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-01-20 10:30:38

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د پاکستان ناشننل ورځپاڼې د جنورۍ په ١٩مه نېټه خبر ورکړ چې پاکستان په وروستيو ورځو کې له نړيوال بانک او د اسيا د بنسټيزو تأسيساتو د پانګونې له بانک سره د ٧٢٠ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د پورونو موافقه ليک لاسليک کړ.دغه پورونه به د اوبو او برېښنا،حکومتي ادارې او د تګلارو د جوړېدو په برخو کې ولګول شي او په کې د تاربيلا اوبو برېښنا د پنځم پړاو پروژې پورونه تر ټولو زيات دي چې د جنراتورونو ظرفيت يې يو بيليارډ ٤١٠ مليونه واټو ته ورسېږي او د اټکل له مخې به د ٨٢٤ مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت پانګې ولګول شي چې په کې د نړيوال بانک پورونه ٣٩٠ مليونه امريکايي ډالره او د اسيا د بنسټيزو تأسيساتو د پانګونې بانک پورونه ١٣٤ مليونه امريکايي ډالره دي او نورې پانګې به د پاکستان د اوبو او برېښنا د پلټنې ادارې او د پاکستان د ان تي دي سي شرکت له خوا برابرې شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای