د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ١٨مه نېټه د سويس په ژنيو کې د ملتونو په ماڼۍ کې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو په اړه لوړپوړې غونډه کې ګډون وکړ او په خپله وينا کې يې په ژوره او هراړخيزه توګه د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړونې نظريې بيان کړې.
نړيوالې ټولنې د رئيس شي د وينا ډېره ستاينه وکړه.د ډېرو هېوادونو د کارپوهانو په اند د رئيس شي له نظريو څخه په پوره توګه د چين هوښياري څرګندېږي او د انسانانو اراده او هيلې ښودل کېږي چې د ګردې نړۍ د پرمختګ لپاره يې لوری برابر کړی.
د روسيې د علومو اکاډمۍ د لېری ختيځ انسټيټوټ د ختيځې اسيا او د شانګهای د همکارۍ سازمان د ستراتيژۍ د څېړنيز مرکز غړي ولاديمير متويف وويل چې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو وړانديز د نورو هېوادونو د ګډ پرمختګ او سمسورتيا په موخه وړاندې شوی چې د ډېرو زياتو هېوادونو ستاينې تر لاسه کړې دي.بر سېره پر دې،د ايټاليا،برازيل،مکسيکو،جاپان،جنوبي کوريا،کينيا او بريټانيا کارپوهانو هم د رئيس شي د وينا ډېره ستاينه وکړه.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |