CRI Online

د تبت حکومت: د تبت په سرحدي سيمو کې د ٩٠ زرو بېوزلو وګړو د بې وزلۍ له منځه وړلو لپاره به کوښښ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-01-20 10:51:50

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د تبت د خپلواکې ادارې سيمې د کمونېست ګوند منشي وو ينګ جيه د جنورۍ په ١٩مه نېټه په لاسا کې وويل چې اوس د تبت په سرحدي سيمو کې څه نا څه ٩٠ زره بېوزلۍ وګړي شته،د اقتصادي ټولنې د پرمختګ شرايطو د ښه والي او د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره به کوښښ وکړي.

په همدې ورځ د تبت د بې وزلۍ د له منځه وړلو کاري غونډه تر سره شوه چې په کې په ٢٠١٧ کال کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو موخې او دندې بيان شوې.له شمېرنې سره سم اوس په تبت کې ٤٦٠ زره بېوزلی وګړی شته چې په کې ٩٠ زره تنه په سرحدي سيمو کې ژوند کوي او دغه شمېر د سرحدي سيمو د وګړو په شمېر کې ١٩ سلنه نيسي او د هر کس عمومي توليدي ارزښت د تبت د منځنۍ سويې ٧٢ سلنه نيولی دی.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای