CRI Online

په ٢٠١٧ کال کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د لومړي ديپلوماتيک سفر د نړيوالې ټولنې لخوا لوړې ستاينې وشوې

cri     (GMT+08:00) 2017-01-20 16:23:52

د جنورۍ په نولسمه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ سويس ته د دري ورځنې سفر، د اقتصاد د نړيوال فورم د ٢٠١٧ کال په کلنۍ غونډه کې د ګډون او په سويس کې له نړيوالو سازمانونو نه له ليدنو وروسته بير ته بيجينګ ته رستون شو. د شي جين پينګ د غه سفر د م م، اړوندو نړيوالو سازمانونو او په ژنيو کې د نړيوالو لويو سفيرانو او د سويس د بېلا بېلو ټولنو په تېره بيا د اقتصادي ټولنې لخوا يې لوړې ستاينې شوې دي.

د م م سرمنشي انتونيو ګوتيريس د جنورۍ په ١٨مه نېټه خبريال ته وويل چې د رئيس شي جين پينګ له دغه سفر څخه څرګندېږي چې چين په فعاله توګه د څو قطبې غوښتنې نظريې خپروي او د دې ستاينه يې کړې چې چين د څو اړخيزې غوښتنې يو مهم بنسټ ايښودونکی هېواد دی. (اواز)

زما په نظر د داوس په فورم کې او په ژنيو کې د رئيس شي جين پينګ په ويناوو کې دواړو کې د چين دريځ تکرار شوی او دا ويل شوي چې چين زيات فعال تدبيرونه غوره کړي دي. چين د څو اړخيزې غوښتنې خپرېدو په برخه کې ډېر مهم رول لوبوي.

د مخابيراتي چارو د نړيوالې ګډې ټولنې سرمنشي جاو هو لين وويل چې د نړيوال چاپيريال د بی ثباتۍ په حال کې رئيس شي جين پينګ پر وخت د چين دريځ څرګند کړ چې زړه پارونکی دی. (اواز)

رئيس شي جين پينګ په نوي کال کې سويس ته لومړی ديپلوماتيک سفر وکړ، له دې څخه څرګندېږي چې رئيس شي جين پينګ نړيوال اقتصاد او ټولنيز پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او غواړي چې د چين اواز خپور کړي، له نړۍ سره د چين تجربې شريکې کړي او د چين د مفکرو له مخې په فعاله توګه نړيوال ميکانيزم کې ګډون وکړي. تېر کال په ټوله نړۍ کې د سياست او اقتصاد په شمول برخو کې بدلونونه راغلي دي او عمومي حالت بيخی څرګند نه دی،په دې وخت کې د رئيس شي جين پينګ سفر فعاله نښه خپره کړه.

په ژنيو کې د مالي لويې سفيرې تهيام وويل د چين د دولت رئيس شي جين پينګ دغه سفر ټولې نړۍ ته هغه نښه خپروي چې چين له قطبييزې غوښتنې څخه ملاتړ کوي. هغې وويل(اواز)زما په اند د رئيس شي جين پينګ دغه سفر په يوه ډېر ښه وخت کې تر سره شوی. چين اوس په نړۍ کې مهم مقام نيسي او رئيس شي جين پينګ د نړۍ د قطبييز ديپلوماتيک مرکز ژنيو ته سفر کړی او په سويس کې د انسانانو د برخليک د جوړولو لپاره د بشر برخليک د ګډې ټولنې د جوړولو لپاره ګډ کوښښونه کول تر عنوان لاندې يوه وينا وکړه چې بهر ته يې ټينګ دريځ خپاره کړي دي. دغه سفر ډېر بريالی و.

د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د عمومي مدير مرستيال يي شياو جون وويل رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې په څرګند ډول د اقتصاد له نړيوال کېدو څخه ملاتړ څرګند کړ او د ده په نظر دا د انسانانو د برخليک د ګډې ټولنې يوه مهمه برخه ده. (اواز)

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې په څرګند ډول دا ويلی چې چين به په مداومه توګه د اقتصاد له نړيوال کېدو څخه ملاتړ کوي او دا د انسانانو د برخليک د ګډې ټولنې جوړولو په ترڅ کې ډېر مهم دی. برسيره پر دې چين دا تصديق کړی چې نړۍ بايد په ګډه پرمختګ ومومي او په ګډه برياليتوبونه شريک کړي. هغه وويل د پرمختيا په بهير کې د نابرابرۍ حالت او عادلانه مالي کسر مسئلې دي، خو د دغو مسئلو له امله له عمومي لارې نه شي اخيستلی. د شي جين پينګ وينا د اوريدونکو لخوا واورېدل شوه چې د چين دغه دريځ او څرګندې رويې ډېرې مهمې دي او د چين او نړۍ لپاره د لورې په توګه يوه لارښوونه ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای