د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د پاکستان خبري رسنيو د جنورۍ په ٢١مه نېټه خبر ورکړ چې د همدې ورځې په سهار د افغانستان پولې ته نژدې د پاکستان په شمال لويديځ د کرمې سيمې د سبزيو په يو بازار کې د بمي چاودنې له امله لږ تر لږه ٢٥تنه وژل او ٥٠ تنه نور ټپيان شوي دي.
تر اوسه پورې د پېښې په ځای کې ټول دوکانونه تړل شوي دي.ځايي وګړو د روانې مياشتې په ٢٢مه نېټه د
ماتم مراسم تر سره کړل.د پاکستان صدراعظم نواز شريف او د ځمکنيو ځواکونو درستيز جنرال قمر جاويد باجوه په جلا جلا توګه د دې پېښې غندنه وکړه او له روغتونونو څخه يې د ټپيانو د ژغورنې او درملنې غوښتنه وکړه.
پاکستاني وسله والو طالبانو د دې پېښې پړه پر غاړه اخيستې ده.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |