CRI Online

د چين د سمندري پوځ د بيړيو ساتونکې ٢٤مه ډله قطر ته ورسېدله

cri     (GMT+08:00) 2017-01-22 15:14:12

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د عدن په بندر او د سومالي په سمندر کې د چين د سمندري پوځ د بيړيو ٢٤مې ډلې دندې پای ته ورسېدې.د جنورۍ په ٢١مه نېټه دغه ډله له سعودي عربستان څخه قطر ته ورسېدله چې له دغه هېواد څخه د دې ډلې ٥ ورځنۍ ليدنه پيل شوه.

د همدې ورځې سهار په ٩ بجو د يادې ډلې د قوماندان بو ياو پينګ او د مسئول جو پينګ فی په مشرۍ د يادې ډلې د هاربين بيړۍ،هان دان بيړۍ او دونګ پينګ بيړۍ په وار سره د قطر د دوحه بندر ته ننوتلې دي.په قطر کې د چين لوي سفير لي چن او د سفارت کارکوونکو ،په قطر کې چينايانو او د قطر د سمندري ځواکونو د بيړيو قوماندان په ګډون ٤٠٠ تنو په بندر کې د دوی هرکلی وکړ.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای