CRI Online

دونلد ترمپ خپله دنده پيل کړه او د زياتو هېوادونو حکومتونه له امريکا سره د اړيکو هيلې څرګندې کړې

cri     (GMT+08:00) 2017-01-22 16:23:04


پر ځايي وخت د جنورۍ په ٢٠ مه نېټه ډونلډ ټرمپ لوړه وکړه

د سين هوااژانس د خبر له مخې: دونلد ترمپ د جنورۍ په ٢٠مه نېټه د امريکا په پلازمينه واشنګتن په رسمی توګه د امريکا د ٤٥م ولسمشر په توګه د دندې د پيل کولو لوړه وکړه. د زياتو هېوادونو د حکومتونو مشرانو او مامورينو هېله څرګنده کړه چې د امريکا له نوي حکومت سره متقابلې همکارۍ پياوړې کړي او د تودو مسئلو په هکله ګډې نظريې تر لاسه کړي.

د مصر ولسمشرۍ ماڼې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل د مصر ولسمشر عبدل فتح السيسي هېله لري چې د مصر او امريکا تر منځ اړيکې د ترمپ د ماموريت په څلورو کلونو کې نوی پرمختګ ومومي تر څو د دواړو هېوادونو د خلکو ګډې ګټې تر لاسه کړي.

د فلسطين ولسمشرۍ ماڼې د يوې لنډې اعلاميې په خپرولو سره وايي ولسمشر محمد عباس هېله لري چې د ترمپ په مشرۍ د امريکا له حکومت سره همکارۍ وکړي تر څو سيمه ييزې سولې، امنيت او ثبات رامنځته شي.

د فرانسي د بهرنيو چارو وزير جين مارک ايراولت په يوې ګډې ابلاعيې کې وويل فرانسه او امريکا ګډې ګټې او ارزښتناکې نظريې لري. موږ هېله لرو چې د امريکا له نوي حکومت سره ټينګې اړيکې جوړې کړو او د دواړو هېوادونو تر منځ ملګريتوب اړيکې به بدل نه شي. اروپايي ټولنه به د امريکا ټينګ همکاريز دوست هم وي. د بيلجيم صدراعظم چارليس ميچيل، د مکسيکو ولسمشر ينريکوی پينا نيتو او د ځينو هېوادونو مشرانو او مامورينو د ترمپ له حکومت سره د همکارۍ هيلې څرګندې کړې.

برسيره پر دې د ځينو هېوادونو حکومتي مامورينو د ترمپ حکومت د ځينو تګلارو په اړه انديښتې څرګندې کړې.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای