د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د فلسطين د ولسمشرۍ ماڼۍ د جنورۍ په ٢٢مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره پر اسرائيلو نيوکه وکړه چې په ختيځ بيت المقدس کې د يهوديانو د هستوګنځايونو جوړولو ته يې اجازه ورکړې او له نړيوالې ټولنې څخه يې غوښتنه وکړه چې پر اسرائيلو فشار واچوي تر څو ژر تر ژره بد م م هغه پرېکړه ليک چې په کې د هستوګنځايونو له جوړېدو سره مخالفت شوي،پلی شي.
د اسرائيلو خبري رسنيو د روانې مياشتې په ٢٢مه نېټه خبر ورکړ چې د بيت المقدس حکومت په همدې ورځ دا منظور کړې چې په ختيځ بيت المقدس کې ٥٦٦ هستوګنځايونه جوړکړي.د خبر له مخې،د نورو ١١ زرو هستوګنځايونو د جوړولو پلان هم منظورۍ ته انتظار کوي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |