CRI Online

په ايران کې د زعفران بانک جوړ شوی

cri     (GMT+08:00) 2017-01-23 09:37:24

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د ايران د پرېس تلويزيون د جنورۍ په ٢٢مه نېټه خبر ورکړ چې د لازيات زعفران د زيرمولو لپاره د ايران په شمال د توربت هيداريې په ښار کې د زعفران بانک جوړ شوی دی.

د دې بانک مشر غولامرضا کاريمي وويل چې د دغه بانک د زعفران د زيرمې توان ١٠ ټنه دی او په راتلونکي کې به ٢٠ ټنو ته ورسېږي. په نړۍ کې د ايران د زعفران توليدي او صادراتي ارزښت تر ټولو زيات دی.په ګردې نړۍ کې د ٩٠ سلنې زعفران له ايران څخه توليد شوي او ٥٠ هېوادونو ته صادر شوي دي.د نفتو نه پرته زعفران د ايران مهم صادر شوی توليدات دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای