CRI Online

په نړۍ کې د امريکا د ولسمشر په توګه د ټرمپ د لوړې پر خلاف لاريونونه وشول

cri     (GMT+08:00) 2017-01-23 10:11:48

(په واشنګتن کې د ټرمپ پر خلاف لاريون)

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جنورۍ په ٢٠مه نېټه د امريکا د ولسمشر په توګه د ټرمپ د دندې له پيل راهيسې، د امريکا د بېلا بېلو لويو ښارونو څخه پرته د لندن، سيډني، توکيو او مکسيکو په شمول د نړۍ په څه باندې شلو ښارونو کې اړوند لاريونونه شوي دي، تر څو د نژاد پرستي، جنسي سپکاوي او د سوداګريزو خنډونو پالنې په اړوند د نوموړي د نظريو او خبرو احتجاج وکړي.

د جنورۍ په ٢١مه نېټه د امريکا په واشنګتن، نيويارک، شيکاکو او لاس انجلس کې د ښځو لوي لاريونونه وشول چې پکې له مليونو تنو نه زياتو کسانو ګډون کړی و او زياتره يې ښځې وې. لاريون کوونکو له ټرمپ څخه غوښتنه وکړه چې د ښځو د حقونو درناوی وکړي او د دوی ګټې وساتي، او له نوي حکومت څخه يې غوښتنه وکړه چې د خلکو د حقونو ملاتړ وکړي، له سپکاوي او توپيرونو سره مخالفت وکړي او له نژادي او قومي بېلتون څخه لاس واخلي.

د امريکا د بېلا بېلو ځايونو پرته، د بريتانيا په لندن، داستراليا په سيډني، د جاپان په توکيو، د مکسيکو په مکسيکو او د ناروې په اوسلو کې د ټرمپ پر خلاف لاريونونه وشول.

په واشنګتن کې د ټرمپ پر خلاف لاريون

(ياسيمن)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای