د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د جنورۍ په ٢٢مه نېټه د روسيې واکمن ګوند يعنې د روسيې يووالي ګوند ١٦مه عمومي غونډه په مسکو کې تر سره شوه. په غونډه کې د دې ګوند د نوې دورې د سترې کميټې د غړو ليست تصويب شو او د روسيې صدراعظم دميتري ميدويديف به يو ځل بيا د دې ګوند د مشر په توګه وټاکل شو.د روسيې تلويزيون خبر ورکړ چې په همدې ورځ د ياد ګوند ٦٦١ استازو په غونډه کې ګډون درلود او تر رايې ورکولو وروسته دميتري ميدويديف يو ځل بيا د دغه ګوند د مشر په توګه وټاکل شو او د ماموريت موده به يې ٥ کاله وي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |