د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د تبت د انساني سرچينو او ټولنيز ضمانت څانګې د جنورۍ په ٢٢مه نېټه خبر ورکړ چې د روان کال د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه به تبت د چين له بېلا بېلو ځايونو سره يو ځای په چين کې د بهرنيانو د کارکولو نظام پلی کړي.
د خبر له مخې،د دې نظام تر پلي کېدو وروسته به د بهرنيانو د کارولو اجازت نامه په چين کې د ټولو بهرنيو کارکوونکو قانوني ليسانس وګرځي چې هر کس به يو نمبر ولري او تر عمره پورې به نه بدليږي.
د خبر له مخې، څه نا څه ٢٠٠ بهرنيان له اوږدې مودې راهيسې په تبت کې کار کوي چې زياتره يې د ښوونې او علمي څېړنې په څانګو کې په دندو بوخت دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |