CRI Online

د چين حکومت په ژمي او پسرلي کې د بېوزلو او ناورين ځپلو خلکو د ژوند د تامين په برخه کې ٩١ مليارډه يوانه پيسې لګولې

cri     (GMT+08:00) 2017-01-23 15:11:10

د چين د نيوز اژانس خبريال د جنورۍ په ٢٣مه نېټه د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر په يوه خبري ناسته کې په دې اړوند معلومات تر لاسه کړي چې د چين حکومت په ژمي او پسرلي کې د بېوزلو او ناورين ځپلو خلکو د ژوند د تامين لپاره ٩١ مليارډه ٧٨٠ مليونه يوانه پيسې لګولې. تر اوسه پورې يادې پيسې بېلا بېلو ښارونو او ولسواليو ته رسيدلې او ٨٠ ٪ برخه يې اړمنو ته وېشل شوې دي، او نورې پاتې به ژر پر ناورين ځپلو ووېشل شي.

د بېلا بېلو سيمو د شمېرنې پر بنسټ، د ملکي چارو وزارت د هېواد په کچه په ژمي او پسرلي کې مرستو ته د اړتيا لرونکو کسانو د شمېر ارزونه کړې او دا يې تاييد کړې چې د ٢٠١٦ کال له ژمي څخه د ٢٠١٧ کال تر پسرلي پورې ٥١ مليونه ٩٧٠ زره تنه مرستندويه غذايي موادو ته اړتياوې لري او ١٧مليونه ١١٠ زره تنه مرستو ته اړتياوې لري.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای