د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ټرمپ د جنورۍ په ٢٢مه نېټه وويل، چې امريکا به له مکسيکو او کاناډا سره د شمالي امريکا د ازادې سوداګرۍ تړون په اړه بيا خبرې اترې پيل کړي.
نوموړي په همدې ورځ د سپينې ماڼۍ د لوړ پوړي سلاکار د لوړې په مراسمو کې وويل، چې هغه به په نژدې راتلونکي کې د کاناډا او مکسيکو له مشرانو سره وګوري او د سوداګرۍ په شمول د مسئلو په اړه به ورسره بحث وکړي.
د سپينې ماڼۍ وياند سيان سپيسر څو ورځې مخکې ويلي وو چې ټرمپ به د جنورۍ په ٣١مه نېټه د مکسيکو له ولسمشر پينيا نيټو سره په کتنه کې د شمالي امريکا د ازادې سوداګرۍ تړون او د کډوالو په اړه بحث وکړي. ټرمپ به د کاناډا له صدراعظم جسټين تروديو سره هم خبرې اترې وکړي، خو وخت يې نه دی تاييد شوی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |