CRI Online

د ډونلډ ټرمپ په ماموريت د نړيوالې ټولنې اندېښنې تر هيلو زياتې دي

cri     (GMT+08:00) 2017-01-23 16:49:14

ډونلډ ټرمپ د جنورۍ په شلمه نېټه په واشنګټن کې په رسمي ډول د امريکا د ولسمشر په توګه لوړه او وينا وکړه. بېلابېلو کارپوهانواو خلکو په جلاجلا توګه د ټرمپ د لوړې وينا په اړه غبرګونونه کړي چې پکې اندېښې تر هيلو زياتې ښيي.

د امريکا سياست پوه جان اوالون وايي، د امريکا پخوانيو ولسمشرانو د لوړې په ويناوو کې عمومأ مشترکې طرحې ترسيم کړې وې ترڅو د کمپاين په ترڅ کې د بېلابېلو غاړو ترمنځ توپيرونه لرې شي او ملي يووالی وساتل شي. خو د ټرمپ د وينا عمده محتويات د ملي يووالي نه، بلکې د خپلو پلويانو د جذباتو راپارولو په اړوند وو.

د استراليا د ملي پوهنتون د ملي امنيت ښوونځي پروفيسر روري مدکلف د استراليا مالي تبصرې په ورځپاڼه کې يوه مقاله خپره کړه او پدې مقاله کې يې ويلي، چې ښکاره خبره ده چې د امريکا د ولسمشر په توګه د ټرمپ ټاکنه به د نړۍ نامعلومتياوې زياتې کړي. په نړيوالو چارو او امنيتي تګلارو په برخو کې هغه هيڅ تجربې نه لري.

د جاپان د اساهي شيمبون ورځپاڼې د روانې مياشتې په ٢١ مه نېټه" سوداګريزه ډيپلوماسي نړيوال نظام ماتوي " تر عنوان لاندې يوه مقاله نشر کړه او پکې ويل شوي چې چې که ټرمپ د امريکا د لومړی مقام لپاره د سوداګرۍ په اړه حمايت او ګوښه توب غوښتونکې تګلارې غوره کړي ،نو نړيوال نظام به زيانمن شي ان بشپړ به خراب شي. ټرمپ به سوداګريزه معامله په ډيپلوماتيکو چارو کې استعمال کړي او دا ډېره د اندېښنې وړ ده .))

د ريو دي جنيرو ملي پوهنتون د نړيوالو اړيکو څانګې پروفيسر ماوريسيو سانتورو وايي، ټرمپ د امريکا او لاتيني امريکا ترمنځ د عمومي اړيکو د اجرا په برخه کې ښه پلان نه لري او دا به حتمأد دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو د لرې کېدو سبب وګرځي.

ښايي واک ته له رسيدو وروسته ټرمپ خپل لومړيتوب کورنيو چارو ته ورکړي د نړيوالو اقتصادي اړيکو په اړه د ټرمپ نظرونه اته لسمه يا نولسمه پېړۍ کې وروسته پاتې نظرونه دي، هغه عمل چې ګاونډيو هېوادونو ته ګټې نه رسوي او يوازې د خپل هېواد لپاره ګټې ترلاسه کوي، د تېرو څو پېړيو تاريخي تجربې او د امريکا د خپلې ودې وضع له نظره غورځولې ده.

د مصر هرم دسياست او ستراتيژۍ څېړنيز مرکز څېړونکي سيد اللويندي وايي، امريکا او مصر د منځني ختيځ د ثبات ساتلو په برخه کې ګډې ګټې لري،خو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې له يو شمېر ننګونو سره هم مخامخ دي. ښايي د ټرمپ حکومت هغې مسئلې چې د مثال په ډول په اسرائيلو کې به خپل سفارت بيت المقدس ته انتقال کړي او که نه،د معاملې د چنې وهلو وسيله استعمال کړي، خو دا به مصر ته د منلو وړ نه وي.

د روسيې د نړيوال کېدو او ټولنيز غورځنګ انسټيټيوټ د اقتصاد څېړنيزې څانګې رئيس کيرتاشاوف وويل، ټرمپ کله کله د خلکو له اټکل نه وتلې څرګندونې کوي او د روسيې په اړه د ده رويه هم متغيره ښيي، نو د روسيې په اړه د ده په تګلارو کې ښايي څرګند بدلونونه رامنځته شي.

د کينيا د نايروبي پوهنتون د نړيوال اقتصاد استاد ګاريشون ايليرا وايي، د نړيوال کېدو پرضد د ټرمپ دريځ به د امريکا اقتصادي وده او سياسي او ډيپلوماتيکې ګټې زيانمنې کړي، امريکا چې نړۍ کې يې خپل کاروبار پراخ کړی د ياد دريځ قرباني به شي.

د بريټانيا د ټايمز ورځپاڼې د بدلون تر عنوان لاندې يوه ليکنه خپره کړه او پدې ليکنه کې وويلي، چې د امريکا نوی ولسمشر ډېر بې ساري بدلونونه رسولي، دا ډېر خطرناک دي، که ټرمپ زيات وړانديزونه واوري، نو پايله ښايي ښه شي.

د ټرمپ د لوړې مراسمو په ورځ په مکسيکو کې د امريکا د فورډ شرکت دفتر وړاندې نږدې سلو کسانو د مکسيکو د سوداګرۍ او مهاجرت په اړه د ټرمپ د تګلارو پرضد لاريون وکړ. لاريون کوونکو رسنيو ته وويل،چې ټرمپ ويلي چې امريکايان به وګماري او د امريکا توليدات به واخلي، دغه کړه وکړه به نه يوازې د نورو هېوادونو ګټې زيانمنې کړي بلکې د امريکا د ودې لپاره به هم ګټوره نه وي.

د بلژيک په پلازمينه بروکسيل کې د ښځو حقوقو ځايي سازمان او د اقليم او ټولنيز عدالت په نوم غورځنګ د ٢٠ مې نېټې په شپه د ټرمپ ضد لاريون وکړ چې پکې نږدې ٢٠٠٠ کسانو ګډون درلود.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای