د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د پاکستان د بيسنيس ريکارډ ورځپاڼې د جنورۍ په ٢٣مه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت په وروستيو ورځو کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز ځانګړي امنيتي ځواکونه جوړ شوي چې په ځانګړي توګه به د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز په اړه د پروژو او د چيني کارکوونکو د امنيت د ضمانت دندې پلې کړي.دغه ځواکونه د ځمکنيو سرتېريو د ٩ کنډکونو او د مليشا له ٦ ډلو څخه جوړ شوي چې د سرتېريو شمېر يې ١٣ زره او ٧٠٠ تنو ته رسېږي.
اوس د امنيتي ځواکونو کاري محتويات اړوندو ولايتونو او سيمو ته وړاندې شوي او په راتلونکي پړاو کې به د کورنيو چارو وزارت د ځواکونو د ميشت کېدو اعلاميه خپره کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |