CRI Online

امريکا په رسمي توګه له ټي پي پي څخه لاس اخلي

cri     (GMT+08:00) 2017-01-24 09:10:08

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر دونالد ټرمپ د جنورۍ په ٢٣مه نېټه د اداري امر په لاسليک سره په رسمي توګه اعلان وکړ چې امريکا د ارام سمندر پر غاړه د سوداګريزو همکارانو له تړون يعنې له ټي پي پي څخه وتلې ده.

نوموړي وويل، چې له ټي پي پي څخه وتل د امريکايي کارګرانو لپاره ښه خبر دی.

د سپينې ماڼۍ وياند سيان سپيسر په همدې ورځ په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، د ياد امر لاسليک د دې نښه ده چې د امريکا تجارتي پاليسي نوې مرحلې ته ننوتلې ده.

بر سيره پر دې، ټرمپ په همدې ورځ د امريکايي تصديو مشرانو ته هم وويل، چې که امريکايي تصدۍ خپل توليد نورو هېوادونو ته انتقال کړي، دوی به درانه او قيمتي " سرحدي ماليات " ادا کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای