CRI Online

د سوريې حکومت پر مخالفو ډلو نيوکه وکړه چې افراطي ډلې يې پټې کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-01-24 09:17:50

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د سوريې حکومت د پلاوي مشر بشر جعفري د جنورۍ په ٢٣مه نېټه د قزاقستان په پلازمينه استانا کې يوه وينا وکړه.هغه پر مخالفو ډلو نيوکه وکړه چې د جبهت الفتح الشام وسله وال يې پټوي او له مخالفو ډلو څخه يې غوښتنه وکړه چې په واقعي توګه د اوربند موافقه ليک پلی کړي.

د سوريې حکومت او د مخالفو ډلو ترمنځ سوله ييزې خبرې اترې د روانې مياشتې په ٢٣مه نېټه تر سره شوې چې د اوربند موافقه ليک د پلي کېدو په اړه يې يو ځل بيا سلامشوره وکړه.جعفري په همدې ورځ خبري رسنيو ته وويل چې جبهت الفتح الشام د م م له خوا د ترهګريزې ډلې په توګه ټاکل شوې او د سوريې حکومتي ځواکونو پر دغې ډلې بريدونه کړي دي،خو د سوريې د مخالفو ډلو د پلاوي په اند جبهت الفتح الشام ترهګريزه ډله نه ده.

د روسيې او ترکيې د کوښښونو له امله په سوريه کې د نوي پړاو اوربند موافقه ليک پر ځايي وخت د ٢٠١٦ کال د دسمبر په ٣٠مه نېټه نافذ شو.تر اوسه پورې په سوريه کې امنيت حالات په عمومي توګه ثابت دي ،خو په ځينو سيمو کې شخړې لاهم دوام لري.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای