د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا د نړيوال سازمان عمومي مدير مارګريټ چان د جنورۍ په درويشتمه نېټه په ژنيو کې له بېلا بېلو هېوادونو څخه وغوښتل چې د انفلوانزا د خپرېدو حالاتو ته پام وکړي او پر وخت د ناروغانو شمېر حساب کړي، څو چې د دې ناروغۍ د خپرېدو مخنيوی وښيي.
هغه په همدې ورځ د ياد سازمان د يو سل او څلوېښتمې دورې اجرائيوي کميټې په غونډه کې خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې د پروسږ کال له نومبر څخه راپدېخوا، په کابو څلوېښتو هېوادونو او سيمو کې د انفلوانزا د خپرېدو حالت رامنځته شوی دی، چې پر وړاندې يې بايد جدي مبارزه وشي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |