CRI Online

سپينه ماڼۍ : ټرمپ د داعش پر ضد د امريکا او روسيې لخوا د ګډو بريدونو په اړه مثبت دريځ لري

cri     (GMT+08:00) 2017-01-24 10:19:47

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سپينې ماڼۍ وياند سيان سين سپيسر د جنورۍ په درويشتمه نېټه وويل، د امريکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د داعش پر ضد د امريکا او روسيې لخوا د ګډو بريدونو په اړه مثبت دريځ لري.

هغه په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، د روسيې په ګډون هر يو هېواد کولی شي چې له امريکا سره يو ځای د داعش پر ضد په مبارزه کې ګډون وکړي، دا د امريکا او د دې هېواد له ګټو سره سمون لري. امريکا به داسې ډول همکارۍ ومني.

د دوه زره او پنځلسم کال په اکتوبر کې، امريکا او روسيې په سوريه کې د پوځي عملياتو په اړه يو ياددښت لاسليک کړ، خو تر اوسه د داعش پر پوځي موخو د بريدونو په ساحه کې د دواړو پوځونو تر منځ همکارۍ نه دي تر سره شوي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای