CRI Online

شي جين پينګ : د المپيک ژمنيو لوبو ترسره کول د چين مهمه دنده ده

cri     (GMT+08:00) 2017-01-24 11:21:50

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ٢٣ مه نېټه د چين د هه بې ولايت په جانګ جيا کو ښار کې د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو د تياري له چارو څخه کتنه وکړه او د کتنې په ترڅ کې يې پر دې ټينګار وکړ چې د ٢٠٢٢ کال د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو ترسره کول د چين يوه مهمه دنده ده. اړوند ځايونه او ادارې بايد په برياليتوب سره د دغو لوبو د ترسره کولو په موخه مناسب پلانونه جوړ کړي، سرچينې دې سپما کړي او ورڅخه دې په ښه توګه کار واخلي ترڅو د دغو لوبو د تياري بېلابېلې چارې ښې بشپړې شي. اوس مهرباني وکړئ پدې هکله د سي ار ای ځانګړی راپور واورئ!

د ٢٣ مې نېټې په سهار رئيس شي جين پينګ د جانګ جيا کو ښار په چونګ لي سيمه کې د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو فرعي لوبغالي ته ورسيد او هلته يې د دغو لوبو د تياري چارې وستايلې، نوموړي وويل:

(( ټول پلانونه او ټول کارونه بايد د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو پر محور راوڅرخيږي. د دغو لوبو پيل ته ٥ کلونه پاتې دي، د تياري بېلابېلې چارې دې نه يوازې چټکې شي، بلکې کيفيت يې هم بايد تائيد شي او د لوبو له پای ته رسيدو وروسته د ستېډيوم د بيا کارولو مسئله دې تر نظر لاندې ونيول شي.))

شي جين پينګ خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې په جانګ جيا کو ښار کې د لوبو پلانونه بايد د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو له عمومي طرحې سره پيوست شي، بېلابېل پلانونه دې د سرچينو د سپما اومناسب استعمال پر اساس ترسره شي . نوموړي وويل:

(( چونګ لي سيمه دې د يو لوی او جامع سيلانيز ځای په توګه نه، بلکې د سکي وهلو د يو ښه ځای په توګه دې اباده شي.))

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو اړوند پروژې بايد د سرچينو د سپما ، د ورخلاصون، شفافيت د اصولو له مخې ترسره شي، د اړوندو تاسيساتو جوړول دې مسلکي شي او ورڅخه دې چيني ځانګړتياوې ښکاره شي.

ورپسې شي جين پينګ د يون دينګ په نوم د سکي وهلو لوبغالي ته ولاړ او هلته يې د يو شمېر ماشومانو لخوا توجه راجلب شوه چې د سکي وهلو لپاره يې ځانګړې جامې اغوښتې وې او د سکي وهلو په لوبې بوخت وو.

دغه ماشومان چونګ لي ته د سکي وهلو په ژمني کمپ کې د ګډون لپاره راغلي دي، رئيس شي جين پينګ د سکي وهلو له روزونکو څخه د دغو ماشومانو د سکي وهلو د زده کړې او په ژمني کمپ کې د دوی د خواړو او استوګنې د حال احوال پوښتنه وکړه او هيله يې وښوده چې د دغو ماشومانو له ډلې څخه به غوره سکي وهونکي وروزل شي. دغه راز شي جين پينګ په يون دينګ لوبغالي کې د سکي ملي لوبډلې له لوبغاړو سره هم وکتل. هغه د دغې لوبډلې د روزنې حال احوال پوښتنه وکړه او ويې ويل، چې يخلوبې ډېرې ګرانې خو سيالي يې ډېره جالبه ده، هيله ده چې د سکي ملي لوبډله ښه وروزل شي ترڅو د سکي لوبې سويه يې لاپسې لوړه شي او د هېواد لپاره وياړ ترلاسه کړي.

((موږ په يخلوبوکې دومره لوی لاس نه لرو او پدې برخه کې د نيمګړتياوو د لرې کولو لپاره هڅې کوو. موږ بايد د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو د کوربه توب له لارې يخلوبې ترويج کړو او په روزنې کوشش وکړو، ترڅو په دې لوبو کې مخکښ مقام ونيسو.))

شي جين پينګ دې ته په اشارې وويل، چې چين يو لوی ملک دی چې يو مليارډ درې سوه مليونه نفوس لري، سپورټ مهمې ټولنيزې چارې دي او وده يې پراخه او ښه راتلونکی لري. د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو د کوربه توب يو مهم هدف په چين کې د يخلوبو ودې چټک کول دي ترڅو د خلکو په منځ کې ورزش لاپسې مروج شي.

((د ورزش د ترويج له لارې به د خلکو د ژوند سويه لوړه کړو . د دې ترڅنګ بېجينګ او جانګ جيا کو ښارونه به په ګډه سره د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو د کوربه توب له لارې د شاوخوا سيمې مشترکه وده پياوړې کړي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای