د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د ديارلسم پنځه کلن پلان په موده کې د بازارونو د څارونې او ادارې پلان چې د چين د دولتي شورا له خوا خپور شوی، په چين کې د بازارونو د څارنې او ادارې په برخه کې لومړی منځنی او اوږد مهالی پلان دی او د تجارتي چارو د ميکانيزم اصلاحاتو د ژوروالي او د بازاري څارنې د اصلاح او نوښت لپاره عملي لارښوونه هم ده.
په دې پلان کې هغه موخه وړاندې شوې چې تر ٢٠٢٠ کال پورې به په چين کې د بازارونو د څارنې علمي او موثر سيستم جوړ شي، د بازارونو د څارنې نوی شکل به ټينګ شي، او ښه او عادلانه بازاري چارپيريال به جوړشي.
په نوموړي پلان کې د بازارونو د څارنې ٣ مهمې دندې ټاکلې شوې دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |