د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د سرمنشي وياند سټيفن دوجاريک د جنورۍ په ٢٣مه نېټه وويل، چې سرمنشي انټونيو ګوتريس يوه تګلاره منظوره کړې، تر څو د غېرقانوني عملونو افشا کوونکي وساتي.
دوجاريک په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د م م د پرانېستې، شفافې او عادلانه ادارې په موخه، سرمنشي ګوتريس يوه هغه تګلاره منظوره کړې چې له امله به يې د م م په سيستم کې د شکمنو غېرقانوني عملونو د خبر ورکوونکو او په پلټنو کې د ګډون کوونکو ساتنه پياوړې شي. يادې تګلارې د م م د کارکوونکو او مشرتابه هوکړه تر لاسه کړې ده.
د يادې تګلارې له مخې، د م م اړوندې څانګې پر راپور ورکوونکو د احتمالي بريدونو د مخنيوي لپاره تدبيرونه ونيسي. په دې تګلاره کې د ساتونکېدونکو ساحه هم پراخه شوې ده.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |