CRI Online

مايک پومپيو د امريکا د استخباراتو مرکزي ادارې د مشر په توګه وټاکل شو

cri     (GMT+08:00) 2017-01-24 14:38:43

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا مشرانو جرګې د جنورۍ په ٢٣مه نېټه د ٦٦ موافقو رايو او ٣٢ مخالفو رايو په ورکولو سره تصويب کړ چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خواوړاندې شوی د کانساس ايالت د استازو جرګی غړی مايک پومپيو د امريکا د استخباراتو مرکزي ادارې د مشر په توګه وټاکه.

د نوې دورې د استازو په جرګه کې جمهوريت غوښتونکی ګوند ٥٢ څوکۍ او ديموکرات ګوند ٤٨ څوکۍ لري.د رايې ورکولو له نتيجې سره سم مايک پومپيو د جمهوريت غوښتونکي ګوند د ځينو غړو او د ديموکرات ګوند اکثريت رايې تر لاسه نه کړې.

مايک پومپيو د ١٩٦٣ کال په دسمبر کې زېږېدلې دی او د ويست پاوينټ پوځي له اکاډمۍ او د هارورډ پوهنتون د حقوقو پوهنځي څخه فارغ شوی او په ٢٠١١ کال کې يې د امريکا د استازو جرګې غړيتوب تر لاسه کړی دی.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای