د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د تبت صنعتي او دمعلوماتي څانګې په وروستيو ورځو کې خبر ورکړ چې په ٢٠١٧ کال کې به په تبت کې د طبيعي څښاک اوبو توليدي اندازه به له يو مليون ټنو څخه واوړي.
په تبت کې هر کال د اوبو سرچينې عمومي اندازه ٤٣٩ مليارډو او ٤ سوو مليونو مکعب مترو ته رسېږي .په وروستيو کلونو کې د تبت حکومت د طبيعي څښاک اوبو چارو د پرمختګ لپاره کوښښ کوي.
د خبر له مخې،تر اوسه پورې په تبت کې څه د پاسه ٣٠ تصديو د طبيعي څښاک اوبو د توليدولو اجازه تر لاسه کړې او څه د پاسه ٤٠ توليدي کرښې جوړې شوي دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |