د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د بېجينګ نړيوال هوايي ډګر د جنورۍ په ٢٤مه نېټه خبر ورکړ چې په وروستيو ورځو کې د مسافرينو شمېر ډېر زيات شوی دی.په همدې ورځ څه نا څه ١١٦ زرو تنو د دې هوايي ډګر له لارې سفرونه کړی.
د ٢٠١٧ کال د چين د پسرلني اختر په موده کې د مسافرينو د تګ راتګ بهير د جنورۍ له ١٣مې نېټې څخه پيل شو. د اټکل له مخې به د پسرلني اختر په موده کې د ياد هوايي ډګر له لارې د مسافرينو شمېر له ١٠ مليونو تنو څخه واوړي.د جنورۍ تر ٢٢مې نېټې پورې د بېجينګ د نړيوال هوايي ډګر له لارې ١٧ زرو الوتکو الوتنې کړې او ٢ مليونه ٧٩٠ زره تنه مسافرين ليږدول شوي دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |