CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په جانګ جيا کو ښار کې د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو د تياري له چارو څخه کتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-01-24 15:53:02

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنورۍ په ٢٣ مه نېټه د چين د هه بې ولايت په جانګ جيا کو ښار کې د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو د تياري له چارو څخه کتنه وکړه او د کتنې په ترڅ کې يې پر دې ټينګار وکړ چې د ٢٠٢٢ کال د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو ترسره کول د چين يوه مهمه دنده ده. اړوند ځايونه او ادارې بايد په برياليتوب سره د دغو لوبو د ترسره کولو په موخه مناسب پلانونه جوړ کړي، سرچينې دې سپما کړي او ورڅخه دې په ښه توګه کار واخلي ترڅو د دغو لوبو د تياري بېلابېلې چارې ښې بشپړې شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای